?إِنَّ اللهَ لَيَرْضَى عَنِ الْعَبْدِ أَنْ يَأْكُلَ الْأَكْلَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا، أَوْ يَشْرَبَ الشَّرْبَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا».…

?إِنَّ اللهَ لَيَرْضَى عَنِ الْعَبْدِ أَنْ يَأْكُلَ الْأَكْلَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا، أَوْ يَشْرَبَ الشَّرْبَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا». " یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ اللهَ لَيَرْضَى عَنِ الْعَبْدِ أَنْ يَأْكُلَ الْأَكْلَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا، أَوْ يَشْرَبَ الشَّرْبَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا». " یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم څرګندوي چې د الله په فضل او نعمتونو بنده لره د خپل رب ستاينه له هغو کارونو څخه دي چې د الله جل جلاله خوښۍ پرې تر لاسه کیږي، نو خواړه خوري او وایي: الحمد لله، او څښاک څښي او وایي: الحمد لله.

فوائد الحديث

د الله جل جلاله سخاوت، چې روزي یې لورولې او په ستاینه راضي کیږي.

د الله جل جلاله خوښي په مامولي (آسان) سبب تر لاسه کیږي، لکه له خوراک او څښاک څخه وروسته په الحمد لله وییلو.

د خوراک او څښاک له آدابو څخه: له خوړلو او څښلو وروسته د الله تعالی ثنا وییل دي.

التصنيفات

د خوراک او څښاک ادبونه, د خوراک او څښاک ادبونه