إعدادات العرض
قَالَ اللهُ: أَنْفِقْ يَا ابْنَ آدَمَ أُنْفِقْ عَلَيْكَ».…
قَالَ اللهُ: أَنْفِقْ يَا ابْنَ آدَمَ أُنْفِقْ عَلَيْكَ». «الله جل جلاله فرمایلي: اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «قَالَ اللهُ: أَنْفِقْ يَا ابْنَ آدَمَ أُنْفِقْ عَلَيْكَ». «الله جل جلاله فرمایلي: اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు မြန်မာ ไทย Deutsch 日本語 অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە Kiswahili தமிழ் دری Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy Română Kinyarwanda नेपाली Српски Soomaali Moore Українська Български Wolof Azərbaycanالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي دي: اې د آدم زویه! کومې نفقې چې درباندې واجب دي او یا دې په حق کې مستحبې دي - نو وریې کړه؛ زه به پر تا پراخي راولم او په بدل کې به یې عوض درکړم او برکت به درته پکې واچوم.فوائد الحديث
د الله جل جلاله په لار کې په لګښت او صدقې ورکولو ټینګار.
په خیریه کارونو کې لګښت د رزق د زیاتوالي او څو چنده کېدلو له سترو اسبابو څخه دي، او دا چې الله تعالی بنده ته د هغه څه عوض ورکوي چې لګولي یې دي.
دا حدیث د هغو احادیثو له جملې څخه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او دې ته قدسي یا الهي حدیث ویل کیږي، دا هغه ډول حدیث دی چې الفاظ او معنا دواړه یې د الله جل جلاله له لورې دي، خو توپیر یې دا دی چې قدسي حدیث د قرآن کریم ځانګړتیاوې نه لري، ځکه د قرآن په لوستلو سره عبادت کیږي، او طهارت ورته کیږي، په هغه سره ننګول شوي دي، او دا چې هغه یو اعجازي کلام دی او داسې نور.