إعدادات العرض
إِنِّي عَلَى الحَوْضِ حَتَّى أَنْظُرَ مَنْ يَرِدُ عَلَيَّ مِنْكُمْ، وَسَيُؤْخَذُ نَاسٌ دُونِي، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ مِنِّي وَمِنْ أُمَّتِي
إِنِّي عَلَى الحَوْضِ حَتَّى أَنْظُرَ مَنْ يَرِدُ عَلَيَّ مِنْكُمْ، وَسَيُؤْخَذُ نَاسٌ دُونِي، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ مِنِّي وَمِنْ أُمَّتِي
له اسماء بنت أبی بکر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایي چې: پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنِّي عَلَى الحَوْضِ حَتَّى أَنْظُرَ مَنْ يَرِدُ عَلَيَّ مِنْكُمْ، وَسَيُؤْخَذُ نَاسٌ دُونِي، فَأَقُولُ: يَا رَبِّ مِنِّي وَمِنْ أُمَّتِي، فَيُقَالُ: هَلْ شَعَرْتَ مَا عَمِلُوا بَعْدَكَ، وَاللَّهِ مَا بَرِحُوا يَرْجِعُونَ عَلَى أَعْقَابِهِمْ». «زه به په حوض باندې - ولاړ - یم تر څو وګورم چې ستاسو څخه څوک پر ما راځي، نو یو څه خلک به ماته له راتګ څخه منع شي، زه به ووایم: اې ربه دوی زما او زما له امت څخه دي، نو وبه وییل شي: آیا ته پوهیږې چې ستا څخه وروسته یې څه کړي دي، قسم په الله چې ډیر ځنډ یې ونکړ تر دې چې شاتګ یې وکړ- یعنې بېرته ستا له دین څخه اوړېدلي دي».
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili ไทย অসমীয়া Shqip دری Ελληνικά Български Fulfulde Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy or Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Moore Kurdî Oromoo Wolof Soomaali Français Azərbaycan Tagalog Українська தமிழ் bm Deutsch ქართული Português Македонски Magyar فارسی Русский 中文الشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هغه به یې د قیامت په ورځ پر حوض باندې وي تر څو وګوري چې له امتیانو یې څوک حوض ته ورځي، او زر دی چې هغه صلی الله علیه وسلم ته نږدې به یو څه خلک منع شي، نو وبه وایي: اې ربه! زما او زما له امت څخه دي، نو ورته به وویل شي: آیا ته پوهېدلای یې چې ستا څخه له بیلتون وروسته یې څه کړي دي، قسم په الله چې ډیر ژر یې په شا تګ کړی او له خپل دین څخه یې مرتد شوي دي، نو نه خو دوی له تا څخه دي، او نه ستا له امت څخه.فوائد الحديث
په خپل امت باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه سواندی، او د هغوی په اړه یې حرص او اندېښنه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې څخه د سرغړونې خطر.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو باندې په ټینګ پاتې کېدلو باندې ټينګار.