إعدادات العرض
مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ». "څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ
مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ». "څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له یوه سړي څخه یې واورېدل چې ویل یې: نه؛ قسم په کعبه، نو ابن عمر وویل: له الله پرته په بل څه قسم نه خوړل کیږي، یقینا چې ما له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ». "څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ".
[صحيح]
الترجمة
ar bn bs en es fa fr id ru tl tr ur zh hi ug ku ha pt ml te sw my de ja vi as sq sv cs gu yo nl si ta prs ak bg ff hu kn ky lt ne or ro rw tg uz az mos wo om so uk bm km rn sr ka mk el am mgالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې چا په الله تعالی، د هغه له نومونو او صفتونو پرته پر بل څه قسم وکړ نو یقینا چې په الله یې کفر او یا شرک وکړ؛ ځکه چې قسم خوړل د هغه څه د عظمت تقاضا کوي چې قسم پرې یاد شوی دی، او لویي یوازې یو الله لره ده؛ نو قسم نه خوړل کیږي مګر په الله او یا د هغه په نومونو او یا صفتونو باندې، او دغه قسم د کوچني شرک څخه دی؛ خو که چېرته قسم کوونکي د هغه څه چې قسم يې پرې یاد کړی دی دومره تعظیم وکړي لکه د الله تعالی او یا لده څخه زیات، نو دا مهال به یې لوی شرک کړی وي.فوائد الحديث
په قسم سره لویي یوازې د الله حق دی، نو قسم نه یادیږي مګر په الله تعالی، د هغه په نومونو او یا صفتونو باندې.
په امر بالمعروف او نهي عن المنکر باندې د صحابه کرامو ټینګار، په ځانګړې توګه کله چې منکر له شرک سره تړاو ولري.
التصنيفات
شرک