?الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ، وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ، مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ».…

?الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ، وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ، مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ». "پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل: «الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ، وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ، مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ». "پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي".

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په شپه او ورځ کې پنځه وخته فرض لمونځونه، او هره اونۍ کې د جمعې لمونځ، او هر کال د رمضان د میاشتې روژه د دوی تر منځه د صغیره ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې د لویو ګناهونو څخه ځان وژغورل شي. او کوم چې لوی ګناهونه دي لکه: زنا او شراب څښل نو پرته له توبې یې کفاره نشته.

فوائد الحديث

له ګناهونو څخه ځیني واړه او ځینې لوی وي.

د کوچنیو ګناهونو د کفارې لپاره د لویو ګناهونو څخه ځان ژغورل شرط دی.

لوی (کبیره) ګناهونه هغه دي چې په دنیا کې پرې حد ټاکل شوی وي او یا په آخرت کې پرې په عذاب او یا غضب سره ګواښل شوي وي، او یا پکې تهدید وي او یا یې په تر سره کوونکي لعنت ویل شوی وي لکه: زنا او شراب څښل.

التصنيفات

فضایل او آداب, د نیکو عملونو فضیلونه, د لمانځه فضیلت