إعدادات العرض
واجبې (برخې) خپلو حقدارانو ته ورکړئ، څه چې پاتې شول هغه نارینه ته یې ورکړئ چې نږدې خپل وي
واجبې (برخې) خپلو حقدارانو ته ورکړئ، څه چې پاتې شول هغه نارینه ته یې ورکړئ چې نږدې خپل وي
له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «واجبې (برخې) خپلو حقدارانو ته ورکړئ، څه چې پاتې شول هغه نارینه ته یې ورکړئ چې نږدې خپل وي».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Русский Македонски नेपाली دری ગુજરાતી ភាសាខ្មែរ Shqip Українська Čeština Српски Kurdî ქართული Magyar ਪੰਜਾਬੀ Kiswahili ಕನ್ನಡ മലയാളം тоҷикӣ kmr සිංහල తెలుగుالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم هغو کسانو ته چې د میراث وېش سمبالوي امر کوي، چې میراث په عدالت او د شریعت سره سم ووېشي لکه څنګه چې الله تعالی غوښتلی، د فرض حق لرونکو ته باید د الله د کتاب په اساس خپلې برخې ورکړل شي، چې دوه پر درېیمه، درېیمه، شپږمه، نیمه، څلورمه اتمه دي، څه چې پاتې شي، هغه د مړي نېږدې خپلوان نارینه ته ورکول کېږي، چې عصبه ورته ویل کېږي.فوائد الحديث
دغه حدیث د میراث وېش په اړه یوه اساسي قاعده ده.
د میراث وېش د واجبو برخو له حق لرونکو څخه پیل کېږي.
څه چې له واجب برخو پاتې شول عصبه (د مړي نږدې نارینه خپلوانو) ته ورکول کېږي.
لومړیتوب د نېږدې خپلوانو دی، نو لرې عصبه لکه تره د نېږدې عصبه لکه پلار په شتون کې میراث نه لري.
که د میراث ټولې برخې واجبو حق لرونکو ته ورکړل شي، نو عصبه وو ته هېڅ نه پاتې کېږي.
التصنيفات
عصبه ( زوی، پلار، ورور، کاکا)