إِنَّ النَّاسَ إِذَا رَأَوْا الظَّالِمَ فَلَمْ يَأْخُذُوا عَلَى يَدَيْهِ أَوْشَكَ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللَّهُ بِعِقَابٍ مِنْهُ».…

إِنَّ النَّاسَ إِذَا رَأَوْا الظَّالِمَ فَلَمْ يَأْخُذُوا عَلَى يَدَيْهِ أَوْشَكَ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللَّهُ بِعِقَابٍ مِنْهُ». "کله چې خلک یو ظالم وویني او د ظلم څخه یې لاسنیوی ونه کړي، لرې نده چې الله به په دوی ټولو خپل عذاب راولي

له ابوبکر صدیق رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې خلکو تاسو دا آیت تلاوت کوئ : {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ}،یعنې :اې مومنانو! د خپلو ځانونو غم كوئ، د بل چا بې لاريتوب درته كوم تاوان نه رسوي کله چې تاسو خپله پر سمه لار ياست} او یقینا چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «إِنَّ النَّاسَ إِذَا رَأَوْا الظَّالِمَ فَلَمْ يَأْخُذُوا عَلَى يَدَيْهِ أَوْشَكَ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللَّهُ بِعِقَابٍ مِنْهُ». "کله چې خلک یو ظالم وویني او د ظلم څخه یې لاسنیوی ونه کړي، لرې نده چې الله به په دوی ټولو خپل عذاب راولي".

[صحيح] [ابن ماجه روايت کړی دی - ترمذی روایت کړی دی - نسائي روايت کړی دی - ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دی]

الشرح

ابوبکر صدیق رضي الله عنه فرمایي چې خلک دا آیت تلاوتوي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ} [المائدة: 105]. {اې مومنانو! د خپلو ځانونو غم كوئ، د بل چا بې لاريتوب تاسو ته کوم تاوان نه رسوي چې خپله پر سمه لار ياست} [57] او لدې داسې پوهه اخلي چې انسان باید یوازې د خپل ځان په اصلاح کې کوښښ وکړي، او د بل چا بې لارېتوب ورته ضرر نه رسوي کله چې بې لاري شي، او دا چې په امر بالمعروف او نهی عن المنکر مکلف نه دي! نو پوه یې کړل چې داسې نده، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: خلک چې کله ظالم وګوري او له ظلم څخه یې منع نه کړي، پداسې حال کې چې د دې کار وسه لري، نو نږدې ده چې الله به په ټولو خپل عذاب راولي، څوک چې منکر کارونه کوي او څوک چې پرې چپ پاتې کیږي.

فوائد الحديث

پر مسلمانانو واجب دي چې یوبل ته نصیحت، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي.

د الله تعالی په عمومي عذاب کې ظالم د هغه د بې عدالتۍ له امله او ساکت د وسې او توان سره سره د هغه د سکوت له امله شامل دی.

عامو خلکو ته درس ورکول او په سمه توګه یې په قرآني نصوصو پوهول.

انسان باید د الله تعالی په کتاب د پوهېدو لپاره پاملرنه وکړي، ترڅو یې پوهه د الله تعالی د ارادې خلاف نه شي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له پرېښودو سره هدایت نه ترلاسه کیږي.

د آيت صحيح تفسير: له ګناه څخه ځان ساتلو ته ژمن اوسئ، نو کله مو چې ځان وساته او بیا مو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وسه نه وه، بیا نو د هغه چا ګمراهي چې د حرامو په کولو سره ګمراه کيږي، تاسو ته زيان نه رسوي کله چې تاسو په هدایت وئ او ځان مو له ګناهونو ساتلی وي.

التصنيفات

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر حکمونه