إعدادات العرض
مَنْ صَلَّى الْبَرْدَيْنِ دَخَلَ الْجَنَّةَ» «څوک چې دوه د یخنۍ لمونځونه وکړي نو جنت ته به داخل شي
مَنْ صَلَّى الْبَرْدَيْنِ دَخَلَ الْجَنَّةَ» «څوک چې دوه د یخنۍ لمونځونه وکړي نو جنت ته به داخل شي
له ابو موسی الأشعري -رضی الله عنه- څخه روایت دی چې بېشکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: «مَنْ صَلَّى الْبَرْدَيْنِ دَخَلَ الْجَنَّةَ» «څوک چې دوه د یخنۍ لمونځونه وکړي نو جنت ته به داخل شي»
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Kiswahili Português دری অসমীয়া Svenska ไทย Yorùbá Кыргызча ગુજરાતી नेपाली Română മലയാളം Nederlands Oromoo తెలుగు Soomaali Kinyarwanda Malagasy ಕನ್ನಡ Српски Moore ქართული Čeština Magyar Українська Македонски Lietuvių Azərbaycan Wolofالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یښنۍ د وخت د دوو لمونځونو په ادا کولو ټینګار کوي چې هغه د سهار او مازدیګر لمونځونه دي، او زېری ورکوي چې چا دا دواړه وکړل او د دوی حق یې ادا کړ یعنې په وخت او جماعت سره یې ادا کړل، نو دا دواړه به یې جنت ته د داخلېدو لامل وګرځي.فوائد الحديث
د سهار او مازدیګر پر لمونځونو ټېنګار؛ ځکه چې د سهار لمونځ د خوندور خوب پرمهال او د مازدیګر لمونځ د انسان د بوختیا پر مهال وي، نو چا چې پرې ټینګار وکړ نو خامخا نورو پاتې لمونځونو ته پاملرنه کوي.
د سهار او مازدیګر لمونځونو ته ځکه د یخنۍ لمونځونه وویل شول چې؛ د سهار په لمانځه کې د شپې یخني او د مازدیګر په لمانځه کې د ورځې یخني وي، که څه هم په ګرمۍ کې وي ځکه چې د غرمې د ګرمۍ په پرتله یخ وي، یا دا چې د تغلیب له مخې دا نوم ورکول شوی، لکه څنګه چې لمر او سپوږمۍ ته قمران ویل کیږي.
التصنيفات
د لمانځه فضیلت