إعدادات العرض
اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه
اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه
له عمر بن أبي سلمة رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستي کې کوچنی ماشوم وم، (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس په کاسه کې آخوا او دېخوا کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: «يَا غُلَامُ، سَمِّ اللهَ، وَكُلْ بِيَمِينِكَ، وَكُلْ مِمَّا يَلِيكَ» « اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه» نو له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو हिन्दी 中文 বাংলা ئۇيغۇرچە Español Kurdî Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் සිංහල မြန်မာ ไทย 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands Hausa دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली Malagasy Italiano or ಕನ್ನಡ Oromoo Română Soomaali Српски Wolof Українська Moore Tagalog Azərbaycan ქართული Magyarالشرح
عمر بن ابي سلمة رضي الله عنهما چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنې زوی (پرکټی) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روزنې او سرپرستۍ لاندې و، وایې چې د خوراک پر مهال به یې لاس په کاسه کې یو ځای او بل ځای واهه تر څو له بېلابېلو ځایونو څخه مړۍ را واخلي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډوډۍ خوړلو درې ادبونه ور وښودل: لومړی یې : د ډوډۍ په پیل کې "بسم الله" وییل. دویم یې: په ښي لاس خوراک کول. دریم یې: له خپلې مخې څخه خوراک کول.فوائد الحديث
د خوراک او څښاک په پیل کې بسم الله وییل د ډوډۍ خوړلو له آدابو څخه دي.
کوچنیانو ته د آدابو ور ښودل، په ځانګړې توګه هغه کوچنیان چې د چا د سرپرستۍ لاندې وي.
د ځوانانو په ښوونه او روزنه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني او لوړه حوصله.
د ډوډۍ خوړلو له ادابو څخه له خپلې مخې نه خوراک کول دي، مګر پداسې حالاتو کې چې خواړه بېلابېل ډول وي، نو بیا کولای شي چې له بېلابېلو ځایونو څخه یې راواخلي.
هغه څه ته د صحابه کرامو ژمنتیا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ښودلي وو، دا خبره د عمر بن أبی سلمة رضی الله عنه لدې وینا څخه استنباطیږي چې فرمایي: له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.
التصنيفات
د خوراک او څښاک ادبونه