چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښوده نو یقینا چې عمل یې برباد شو

چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښوده نو یقینا چې عمل یې برباد شو

له بریده بن الحصیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وایي چې: د مازدیګر لمونځ وختي وکړئ، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ تَرَكَ صَلَاةَ الْعَصْرِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ». « چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښوده نو یقینا چې عمل یې برباد شو».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مازدیګر د لمانځه په اړه خبرداری ورکړی چې په قصدي توګه له ټاکلي وخت څخه وروسته ادا شي (قضا شي) او دا چې چا دا کار وکړ نو عمل یې باطل او فاسد شو، او بې ځایه لاړ.

فوائد الحديث

په لومړي وخت کې د مازدیګر د لمانځه په ادا کولو ټینګار او دې کار کې سبقت کول.

د هغو کسانو لپاره سخت ګواښ چې د مازديګر لمونځ پریږدي او په خپل وخت کې یې نه کوي، (ځکه د مازدیګر د لمانځه پرېښودل) د بل لمانځه په پرتله ډېره ګناه لري چې په خپل وخت کې ادا نه شي، ځکه چې دا منځنی لمونځ دی چې الله تعالی پرې په خپلې دې وینا سره امر کړی دی چې فرمایي: (حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى) [البقرة: 238]. ((د لمونځونو ساتنه كوئ او (خصوصًا) د بېخي منځني لمونځ).

التصنيفات

د لمانځه فرضیت او د پریښودونکي حکم یې