إعدادات العرض
له تاسو يو هم تر هغه بشپړه ايمان نه شي راوړی ترڅو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولي چې زه ورسره راغلی يم
له تاسو يو هم تر هغه بشپړه ايمان نه شي راوړی ترڅو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولي چې زه ورسره راغلی يم
له ابو محمد عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «له تاسو يو هم تر هغه بشپړه ايمان نه شي راوړی ترڅو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولي چې زه ورسره راغلی يم».
[النووي وايي: حديث صحيح دی] [موږ په کتاب الحجة کې په صحیح سند سره روایت کړی دی]
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย Deutsch অসমীয়া Shqip Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Lietuvių دری Српски тоҷикӣ Kinyarwanda Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ Bambara ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayuالشرح
رسول الله صلی الله عليه وسلم څرګنده کړې ده چې انسان تر هغه وخته پورې بشپړ مؤمن نه شي جوړېدلی چې خوښه یې د هغه څه تابع نه وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې له اوامرو، نواهیو او داسې نورو څخه راتګ کړی دی، نو هغه څه به خوښوي چې هغه پرې امر کړی او له هغه څه نه به کرکه لري چې هغه ترې منع فرمایلي ده.فوائد الحديث
حدیث شریعت ته د تسلمېدو او غاړې اېښودلو په باب کې یو اصل دی.
انسان له دې وېرول چې د عقل او عادت له مخې پرېکړې وکړي او پر هغه څه یې مخکې کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی دی، ځکه څوک چې داسې کوي، ایمان ترې نفي شوی دی.
د شریعت حاکمول په هر څه کې واجب دي، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: «لِمَا جِئتُ به» (د هغه څه چې زه ورسره راغلی یم)،
ایمان په اطاعت سره زیاتېږي او په ګناه سره کمېږي.
