إعدادات العرض
مَنْ حَجَّ لِلهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ».…
مَنْ حَجَّ لِلهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ». «څوک چې د الله لپاره حج وکړي، فحشا او بد اخلاقي و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی و
له ابوهریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «مَنْ حَجَّ لِلهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ». «څوک چې د الله لپاره حج وکړي، فحشا او بد اخلاقي و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی و».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
ar bn bs en es fa fr id ru tr ur zh hi ug ku ha pt ml te sw ta my de ja vi as sq sv cs gu yo nl si prs ak az bg ff hu kn ky lt ne or ro rw tg uz mos wo om sr so bm uk tl rn km ka mk el am mgالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چا چې د الله لپاره حج وکړ او له رفث څخه یې ځان وساته، چې رفث کوروالي او د کوروالي مقدماتو ته وایي لکه مچې اخیستل او یا لوبې کول، رفث بدې وینا ته هم ویل کیږي، او د ګناهونو او بدیو په کولو سره فسق یې ونکړ، او له فسق څخه په احرام کې د منع شوو کارونو کول هم دي، نو له حج څخه به بخښل شوی راوګرځي، لکه څرنګه چې یو ماشوم له ګناه څخه پاک زیږیږي.فوائد الحديث
د الله تعالی نافرماني که څه هم په هر حال کې ناروا ده، خو په حج کې یې د حج مناسکو ته د درناوي په خاطر په حرمت لا زیات ټینګار شوی دی.
انسان له ګناه څخه پاک زیږول کیږي، نو هغه د بل چا ګناه پر غاړه نه اخلي.
التصنيفات
د حج او عمرې فضیلت