إعدادات العرض
لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا».…
لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا». "هغه څوک خپلوي پالونکی ندی چې بدل خلاصوي، مګر هغه څوک خپلوي پالونکی دی چې خلک یې ورسره پرې کوي او هغه یې بیرته وصلوي (پالي)
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا». "هغه څوک خپلوي پالونکی ندی چې بدل خلاصوي، مګر هغه څوک خپلوي پالونکی دی چې خلک یې ورسره پرې کوي او هغه یې بیرته وصلوي (پالي)».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം မြန်မာ Deutsch 日本語 অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands తెలుగు Kiswahili தமிழ் ไทย دری Български Fulfulde Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy or Română Kinyarwanda тоҷикӣ O‘zbek Akan नेपाली Moore Azərbaycan Wolof Oromoo Soomaali Українська km bm rn ქართული mkالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: له خپلوانو سره په خپلوۍ پاللو او نیکۍ کولو کې پوره انسان هغه څوک ندی چې د نیکۍ مقابل کې نیکي کوي، په صله رحمۍ کې حقیقي او بشپړ پالونکی انسان هغه څوک دی چې کله ورسره خلک خپلوي پرې کړي نو دی یې ورسره بېرته وصلوي (پالي) اګر که بد یې ورسره هم کړي وي، خو هغه یې په مقابل کې ورسره نیکي کوي.فوائد الحديث
له شرعي لحاظه د خپلوۍ معتبره اړيکه دا ده چې ته له هغو کسانو سره اړيکي وپالې چې هغوى درسره پرې کړي وي، هغه چا ته بښنه وکړې چې پر تا يې ظلم کړى وي، او هغه چا ته يې ورکړې چې له تاسې يې ورکړه منع کړي وي، او خپلوي پالل دا ندي چې د نیکي مقابل کې وشي او یا په بدل تر سره شي.
د خپلوۍ پالل د مال، دعا، په نیکۍ امر او له بدیو منع کول او داسې نورو لارو کیږي، او د امکان تر حده ورڅخه د شر مخنیوی دی.
التصنيفات
مسلمانه ټولنه