إعدادات العرض
?لَا يَحِلُّ لِرَجُلٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلَاثِ لَيَالٍ، يَلْتَقِيَانِ، فَيُعْرِضُ هَذَا وَيُعْرِضُ هَذَا، وَخَيْرُهُمَا الَّذِي يَبْدَأُ…
?لَا يَحِلُّ لِرَجُلٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلَاثِ لَيَالٍ، يَلْتَقِيَانِ، فَيُعْرِضُ هَذَا وَيُعْرِضُ هَذَا، وَخَيْرُهُمَا الَّذِي يَبْدَأُ بِالسَّلَامِ». "د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي
له ابو ایوب انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَا يَحِلُّ لِرَجُلٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلَاثِ لَيَالٍ، يَلْتَقِيَانِ، فَيُعْرِضُ هَذَا وَيُعْرِضُ هَذَا، وَخَيْرُهُمَا الَّذِي يَبْدَأُ بِالسَّلَامِ». "د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي ."
الترجمة
عربي বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska cs ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە සිංහල ไทย دری ff hu kn Кыргызча Lietuvių or ro rw Soomaali Српски uz mos नेपालीالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې څخه منع فرمایلې ده چې یو مسلمان خپل مسلمان ورور له درېو شپو څخه زیات پرېږدي ( اړیکه ورسره پرې کړي ) پداسې حال کې چې کله هر یو له بل سره مخ کیږي نو سلام پرې نه اچوي او نه ورسره خبرې کوي. د دغو دوو جګړه مارو تر منځه غوره هغه څوک دی چې د پرېکون له منځه وړلو هڅه کوي، او په سلام پيل کوي، او دلته له پرېکون څخه موخه د ځان په خاطر پرېښودل دي، او د الله تعالی لپاره (د یو چا) پرېښودل؛ لکه د ګناهکارانو، بدعتیانو او بدو ملګرو پرېښودل نو د دې لپاره نېټه نه ټاکل کیږي، بلکه دا پرېکون به د مصلحت پورې تړلي وي، او د مصلحت په له منځه تللو سره به له منځه ځي.فوائد الحديث
د انساني فطرت په نظر کې نیولو سره د دریو او یا له درېو ورځو څخه د لږ وخت لپاره د پرېکون روا والی، نو درې ورځې پرېکون معاف دی، تر څو رامنځته شوې پدیده له منځه لاړه شي.
د سلام فضیلت، او دا چې سلام هغه څه (کینه او حسد) چې په نفس کې دي له منځه وړي، او دا د مینې نخښه ده.
اسلام د خپلو پيروانو تر منځه په ورورګلوۍ او نږدېوالي ټینګار کوي.