إعدادات العرض
مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا».…
مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا». «چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا». «چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي».
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Русский हिन्दी Bahasa Indonesia 中文 বাংলা اردو Español Kurdî Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் සිංහල မြန်မာ ไทย 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە Türkçe Hausa دری Кыргызча Lietuvių Kinyarwanda नेपाली Italiano or ಕನ್ನಡ Oromoo Română Soomaali Српски Wolof Українська Tagalog Moore Malagasy Azərbaycan ქართული Magyar mrالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره د سخت ګواښ بیان کړی دی چې معاهد ووژني - او معاهد هغه چاته ویل کیږي چې د کفري هیواد څخه اسلامي هیواد ته د امن د ژمنې ورکولو پر اساس داخل شوی وي - چې دغه کس ته به د جنت بوی نه رسیږي، حال دا چې بوی یې د څلويښتو کالو په واټن کې موندل کیږي.فوائد الحديث
له کفارو څخه د معاهد، مستامن او ذمي د وژولو ممانعت او دا چې وژل یې له کبیره ګناهونو څخه یوه لویه ګناه ده.
معاهد: له کفارو څخه هغه چاته وییل کیږي چې ژمنه وکړي په خپل هیواد کې به د مسلمانانو سره نه جنګیږي او نه به دوی ورسره جنګیږي، او ذمي: هغه چاته وییل کیږي چې د مسلمانانو په هېواد کې اوسیږي او جزیه یې ورکړي وي، او مستامن: هغه چاته وییل کیږي: چې د مسلمانانو هیواد ته یې د موقت وخت لپاره پناه راوړی وي او د ساتلو ژمنه ورکړل شوي وي.
له غیر مسلمانو سره په تړونونو کې د خیانت په اړه خبرداری.
التصنيفات
د اهل ذمه و احکام