إِذَا أَتَيْتُمُ الغَائِطَ فَلاَ تَسْتَقْبِلُوا القِبْلَةَ، وَلاَ تَسْتَدْبِرُوهَا وَلَكِنْ شَرِّقُوا أَوْ غَرِّبُوا»،…

إِذَا أَتَيْتُمُ الغَائِطَ فَلاَ تَسْتَقْبِلُوا القِبْلَةَ، وَلاَ تَسْتَدْبِرُوهَا وَلَكِنْ شَرِّقُوا أَوْ غَرِّبُوا»، «کله چې د حاجت رفع کولو ځای ته لاړئ نو قبلې ته مخ یا شا مه اړوئ، بلکې، ختیځ او یا لوېدیځ لوري ته شئ

له ابو ایوب الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِذَا أَتَيْتُمُ الغَائِطَ فَلاَ تَسْتَقْبِلُوا القِبْلَةَ، وَلاَ تَسْتَدْبِرُوهَا وَلَكِنْ شَرِّقُوا أَوْ غَرِّبُوا»، «کله چې د حاجت رفع کولو ځای ته لاړئ نو قبلې ته مخ یا شا مه اړوئ، بلکې، ختیځ او یا لوېدیځ لوري ته شئ» ابو ايوب وويل: نو موږ شام ته لاړو، ومو لیدل چې کنارابونه قبلې لورې ته جوړ شوي وو، نو موږ به ترې کږېدلو، او له الله تعالی څخه به مو بخښنه غوښتله.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هر هغه څوک چې د وړوکي یا لوی حاجت رفع کولو اراده ولري قبلې ته له مخ یا شا کولو څخه منع کړی دی، بلکې ختیځ او یا لوېدیځ لورې ته ترې باید کوږ شي، البته که چېرته یې قبله د مدینې د خلکو د قبلې په څېر وي. بیا ابو ایوب رضي الله عنه وویل چې کله دوی شام ته لاړل نو ویې لیدل چې د حاجت رفع کولو لپاره کنارابونه د قبلې لورې ته جوړ شوي دي، نو دوی به خپل ځانونه د قبلې څخه کږول او لدې سره به یې د الله تعالی نه بخښنه غوښتله.

فوائد الحديث

پدې کې حکمت دا دی چې د کعبې حرمت او درناوی وشي.

د حاجت رفع کولو له ځای څخه له راوتلو وروسته استغفار ویل.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه تعلیم؛ ځکه چې کله يې حرام ياد کړل، حلال ته يې اشاره وکړه.

التصنيفات

د نجاست لرې کول, د حاجت رفع کولو اداب