?لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا، وَلَا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا، وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ».…

?لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا، وَلَا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا، وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ». «خپل کورونه مو مقبرې مه ګرځوئ او زما قبر د عبادت ځای مه جوړوئ، او پر ما درود ووایئ، یقینا تاسو چې هر چېرې یاست ستاسو درود ماته رسیږي

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا، وَلَا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا، وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ». «خپل کورونه مو مقبرې مه ګرځوئ او زما قبر د عبادت ځای مه جوړوئ، او پر ما درود ووایئ، یقینا تاسو چې هر چېرې یاست ستاسو درود ماته رسیږي».

[صحيح] [ابوداود روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې ده چې کورونه دې له لمونځونو څخه فارغ شي، که داسې وشي نو حال به یې د هغه مقبرو په څېر وي چې لمونځ پکې نه کیږي. او په تکراري ډول یې د قبرونو له زيارت او تر څنګه یې له راټولېدو څخه منع فرمایلې ده، ځکه چې دا د شرک لپاره وسیله ګرځي. او د ځمکې په هر ځای کې یې پر هغه د سلام او درود ویلو امر کړی دی؛ ځکه چې له نږدې او لرې ځای څخه یو برابر ورته رسيږي، نو لدې امله یې بار بار قبر ته د ورتلو اړتیا نه لیدل کیږي.

فوائد الحديث

د الله تعالی له عبادت څخه د کورونو له خالي کولو څخه ممانعت.

د پیغمبر صلی الله علیه د قبر د زیارت په نیت له سفر کولو څخه ممانعت، ځکه هغه امر کړی چې درود پرې وویل شي او خبر یې ورکړی چې ورته رسیږي، بل دا چې سفر یوازې نبوي مسجد ته د تللو او پکې د لمانځه کولو په نیت کیږي.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د قبر زيارت کول پداسې توګه حرام دي چې په ځانګړې توګه او په ځانګړې وخت کې ورتګ عادت وګرځول شي، او همدارنګه د هر قبر زيارت کول حرام دي.

د خپل رب په وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم درناوی، چې په هر وخت او هر ځای کې یې پرې درود او سلام وییل روا کړي دي.

ځکه چې په مقبرو کې له لمانځه څخه د منعې پرېکړه صحابه کرامو کړې وه؛ له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې ده چې له کورونو څخه دې هدیرې جوړې شي، کوم ځای کې چې لمونځونه نه کیږي.

التصنيفات

د نیکو عملونو فضیلونه, د نیکو عملونو فضیلونه