?إِنَّ رِجَالًا يَتَخَوَّضُونَ فِي مَالِ اللهِ بِغَيْرِ حَقٍّ، فَلَهُمُ النَّارُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».…

?إِنَّ رِجَالًا يَتَخَوَّضُونَ فِي مَالِ اللهِ بِغَيْرِ حَقٍّ، فَلَهُمُ النَّارُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی

له خَولة الأنصاریة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «إِنَّ رِجَالًا يَتَخَوَّضُونَ فِي مَالِ اللهِ بِغَيْرِ حَقٍّ، فَلَهُمُ النَّارُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی»

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو خلکو په اړه خبر ورکوي چې د مسلمانانو په مالونو کې ناوړه تصرف کوي او په ناحقه یې اخلي، دا (تصرف)هر ډول مال ته شامل دی چې راټولیږي او یا په ناروا توګه تر لاسه کیږي او بې ځایه په ناحقه ځایونو کې لګول کیږي، پدې کې د یتیمانو مالونه، وقف، په امانت منکرېدل او له حق پرته له عامه مالونو څخه اخیستل شامل دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د قیامت په ورځ د دوی جزا دوزخ دی.

فوائد الحديث

کوم مال چې د خلکو په لاس کې دی هغه د الله مال دی، د هغوی په واک کې یې ورکړي دي تر څو یې په روا لارو کې مصرف کړي، او په ناحقه یې له مصرف څخه ډډه وکړي، دا (حکم) د واليانو او نورو خلکو لپاره عام دی.

په عامه مال کې د شریعت سختي او دا چې چا ته له دې څخه کوم څه وسپارل شول نو د قیامت په ورځ به د هغې د راټولولو او مصرف کولو حساب ورسره کیږي.

په دې خبرتیا کې هغه کسان شامل دي چې په ناروا توګه په مال کې لاس وهنه کوي، برابره خبره ده که دا مال یې خپل وي یا د بل چا.

التصنيفات

فضایل او آداب, دنیا سره د محبت کولو بدي