إعدادات العرض
مَنْ لَقِيَ اللهَ لَا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ لَقِيَهُ يُشْرِكُ بِهِ دَخَلَ النَّارَ».…
مَنْ لَقِيَ اللهَ لَا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ لَقِيَهُ يُشْرِكُ بِهِ دَخَلَ النَّارَ». «څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9]
له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت دی چې وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «مَنْ لَقِيَ اللهَ لَا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ لَقِيَهُ يُشْرِكُ بِهِ دَخَلَ النَّارَ». «څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9].
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ Русский Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands සිංහල ไทย دری Български Fulfulde Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy or Română Kinyarwanda тоҷикӣ O‘zbek Akan नेपाली Moore Azərbaycan Wolof Oromoo Soomaali Українська bm km rn ქართული Македонски Српскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک پداسې حال کې مړ شو چې له الله تعالی سره یې شرک نه وي کړی نو ورتګ یې د جنت لورې ته دی، که څه هم د ځینو ګناهونو سزا ورته ورکړل شي او څوک چې پداسې حال کې مړ شو چې له الله تعالی سره یې شرک کړی وي نو اور کې به تل پاتی وي.فوائد الحديث
د توحید فضیلت، او دا چې په دوزخ کې له تلپاتې کېدلو څخه د خلاصون لار ده.
بنده ته د جنت او دوزخ نږدېوالی او دا چې د ده او دوی ترمنځه له مرګ پرته بل څه نشته.
له لږ او ډیر شرک څخه ځان ساتل، ځکه چې له اور څخه ژغورنه له هغې څخه ځان ساتل دي.
د عملونو عبرت په پای سره دی.