إعدادات العرض
حُجِبَتِ النَّارُ بِالشَّهَوَاتِ، وَحُجِبَتِ الْجَنَّةُ بِالْمَكَارِهِ». "دوزخ په خواهشاتو سره پوښل شوی دی، او جنت په سختیو سره پوښل شوی دی
حُجِبَتِ النَّارُ بِالشَّهَوَاتِ، وَحُجِبَتِ الْجَنَّةُ بِالْمَكَارِهِ». "دوزخ په خواهشاتو سره پوښل شوی دی، او جنت په سختیو سره پوښل شوی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «حُجِبَتِ النَّارُ بِالشَّهَوَاتِ، وَحُجِبَتِ الْجَنَّةُ بِالْمَكَارِهِ». "دوزخ په خواهشاتو سره پوښل شوی دی، او جنت په سختیو سره پوښل شوی دی ".
[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]
الترجمة
ar bn bs en es fa fr id ru tl tr ur zh hi vi si ug ku ha pt ml my de ja as sq sv cs gu yo nl te sw ta prs bg ff hu kn ky lt or ro rw tg uz ak ne mos az wo om so uk bm km rn ka mk sr el am mgالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم واضحه کړه چې اور په هغو کارونو سره پوښل شوی دی چې نفس یې غواړي لکه حرام کارونه او یا په واجباتو کې غفلت کول. څوک چې نفس د خپلو خواهشاتو تابع کړي نو د اور مستحق دی. او دا چې جنت په هغو شیانو سره پوښل شوی دی چې نفس ترې کرکه کوي لکه د هغو کارونو تر سره کول چې امر پرې شوی وي، او د حرامو کارونو پرېښودل او ترې صبر کول، نو که چېرته یې ترې ځان وساته او د خپل ځان سره یې مبارزه وکړه نو جنت ته د ننوتلو مستحق ګرځي.فوائد الحديث
په شهوتونو کې د ښکېل کېدلو یو لامل منکر او ناوړه کار لره د شیطان ښایسته کول دي، تر دې چې نفس ته ښایسته ښکاره شي او لورې ته یې تمایل پیدا کړي.
له حرامو خواهشاتو څخه د ځان ساتلو امر؛ ځکه چې دا د دوزخ لاره ده، او په سختیو صبر کول، ځکه چې دا د جنت لاره ده.
د ځان په وړاندې د مبارزې فضیلت او په عبادت کې زیار وېستل او د اطاعت په شاوخوا کې په ننګونو او سختیو صبر کول.
التصنيفات
د جنت او دوزخ صفتونه.