?مَن تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ». "څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي نو دی له هغوی څخه دی

?مَن تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ». "څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي نو دی له هغوی څخه دی

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَن تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ». "څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي نو دی له هغوی څخه دی".

[حسن] [ابوداود روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي، څوک چې د کافرانو، فاسقانو او یا نیکانو سره مشابهت وکړي؛ چې د هغوی له ځانګړنو عقایدو، عبادتونو او یا رواجونو څخه یو څه تر سره کړي، - نو دی له هغوی څخه دی؛ ځکه چې په ښکاره ورسره مشابهت د دې لامل ګرځي چې باطني مشابهت ورسره پيدا شي، او پدې کې شک نشته چې له یو چا سره ورته والی له هغوی څخه د اغېزمنېدلو په پایله کې کیږي، او کېدی شي هغوی سره د مینې کولو، هغوی ته د درناوي ساتلو لامل شي او دا کېدی شي انسان دې ته اړباسي چې په باطن او عباداتو کې ورسره مشابهت پیدا کړي، الله - جل جلاله - دې ترې مونږ وساتي.

فوائد الحديث

د کافرانو او فاسقانو سره د مشابهت نه خبرداری.

له نېکانو سره ورته والی او ورپسې اقتداء کول.

ظاهري تقلید په باطن کې مینه په میراث پریږدي.

انسان ته د مشابهت ډول ته په لیدلو ګواښ او ګناه رسیږي.

له کفارو سره د هغوی په مذهب او د هغوی په رسمونو کې د هغوی له مشابهت څخه ممانعت، خو لدې پرته تشبیه په ممانعت کې نه داخلیږي لکه: د هنرونو زده کړه او داسې نور.

التصنيفات

هغه تشبیه چې منع ورڅخه راغلې ده