?مَنْ ضَارَّ ضَارَّ اللهُ بِهِ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللهُ عَلَيْهِ».…

?مَنْ ضَارَّ ضَارَّ اللهُ بِهِ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللهُ عَلَيْهِ». «څوک چې (چاته) ضرر واړوي الله به هغه ته ضرر ورواړوي او څوک چې پر (چا) سختي راولي، الله به په هغه سختي راولي

له ابوصرمة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ ضَارَّ ضَارَّ اللهُ بِهِ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللهُ عَلَيْهِ». «څوک چې (چاته) ضرر واړوي الله به هغه ته ضرر ورواړوي او څوک چې پر (چا) سختي راولي، الله به په هغه سختي راولي».

[حسن] [ابن ماجه روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو مسلمان ته له زیان رسولو او یا ورته د تکلیف رسولو په اړه خبرداری ورکړی دی؛ که دا تکلیف رسول د هغه په مال کې وي او یا ځان کې، او دا چې که څوک دا کار وکړي، نو الله تعالی به هغه ته سزا ورکړي او د هغه د کړني سره سم به یې مجازات کړي.

فوائد الحديث

مسلمان ته له ضرر رسولو او تکلیف ورکولو څخه ممانعت.

د خپل بنده لپاره د الله تعالی غچ اخیستل.

التصنيفات

د دوستۍ او بیزارۍ اړوند حکمونه