آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه)

آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه)

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلٌ أَعْمَى، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّهُ لَيْسَ لِي قَائِدٌ يَقُودُنِي إِلَى الْمَسْجِدِ، فَسَأَلَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُرَخِّصَ لَهُ فَيُصَلِّيَ فِي بَيْتِهِ، فَرَخَّصَ لَهُ، فَلَمَّا وَلَّى دَعَاهُ، فَقَالَ: «هَلْ تَسْمَعُ النِّدَاءَ بِالصَّلَاةِ؟» فَقَالَ: نَعَمْ، قَالَ: «فَأَجِبْ». رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ړوند سړی راغی او ورته یې وویل: اې د الله رسوله، زه څوک نلرم چې لاس نیولی مې جومات ته راولي، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې غوښتنه وکړه چې په کور کې د لمانځه کولو اجازه ورکړي، نو اجازه یې ورکړه، کله چې روان شو غږ یې پسې وکړ، ورته یې وویل: " آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه).

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ړوند سړی راغی ورته یې وویل: اې د الله رسوله، ما سره څوک نشته چې مرسته راسره وکړي او د پنځه وخته لمانځه لپاره مې لاس نیولی جومات ته راولي، غوښتل یې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړي تر څو جماعت پریږدي (او په کور کې لمونځ وکړي) نو اجازه یې ورکړه، کله چې روان شو ورغږ یې کړ او ورته یې وویل: آیا ته د لمانځه لپاره اذان اورې؟ هغه وویل: هو، نو ورته یې وویل: کله چې بلونکی (موذن) د لمانځه بلنه درکړي، نو بلنه یې ومنه.

فوائد الحديث

په جماعت سره د لمانځه کولو وجوب، ځکه چې رخصت یوازې له لازم او واجب شي څخه وي.

د هغه دا وینا چې: "اجابت وکړه" پدې دلالت کوي چې هغه څوک چې اذان اوري نو په جماعت سره لمونځ کول پرې واجب دي، ځکه چې امر په اصل کې د وجوب لپاره دی.

التصنيفات

په جماعت سره د لمانځه فضلیت او احکام یې