?إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ

?إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ

له ابو بکرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: «إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ»، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ هَذَا الْقَاتِلُ، فَمَا بَالُ الْمَقْتُولِ؟ قَالَ: «إِنَّهُ كَانَ حَرِيصًا عَلَى قَتْلِ صَاحِبِهِ». "کله چې دوه مسلمانان توره په لاس یو له بل سره وجنګیږي نو قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي »، ما وویل: اې د الله رسوله! دا خو قاتل دی چې - اور ته به ځي - نو د مقتول څه ګناه ده؟ هغه وفرمایل: «هغه د خپل ملګري د وژلو لېوالتیا درلود».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې که دوه مسلمانان په خپلو تورو سره له یو بل سره مخ شي، او هر یو یې د بل د تباه کولو (وژلو) اراده ولري؛ نو قاتل د خپل ملګري د مستقیم وژلو له امله په دوزخ کې دی. د مقتول په اړه صحابه په ستونزه کې ولوېدل: چې څنګه به هغه په جهنم کې وي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هغه هم د خپل ملګري وژلو ته د لېوالتیا له امله په دوزخ کې دی او د قاتل له وژلو نه هېڅ شي منع نه کړ پرته لدې چې قاتل پرې چالاکي وکړه او ترې مخکې شو.

فوائد الحديث

هغه څوک د جزا مستحق ګرځېدل چې په زړه کې یې د ګناه اراده وکړه او د هغې اسباب یې تر سره کړل.

له مسلمانانو سره د جګړې په اړه سخت اخطار او په اور سره یې ګواښل.

دمسلمانانو ترمنځ په حقه جګړه کول دظالمانو او فاسقانو سره دجګړې په شان په خطر کې نه راځي.

د کبيره ګناه په محض ترسره کولو باندې انسان نه کافر کيږي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه جنګیالان مسلمانان یاد کړل.

كله چې دوه مسلمانان یو له بل سره پداسې حال کې مخ شي چې یوه وژونکي وسله یې په لاس وي او يو يې بل ووژني، نو قاتل او مقتول په اور كې دي، او په حديث كې له تورې څخه د مثال په توګه يادونه شوې ده.

التصنيفات

د زړونو عملونه, د ګناهونو بدي