إعدادات العرض
اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَشَقَّ عَلَيْهِمْ فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَرَفَقَ بِهِمْ فَارْفُقْ…
اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَشَقَّ عَلَيْهِمْ فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَرَفَقَ بِهِمْ فَارْفُقْ بِهِ». «یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په خپل دې کور کې اورېدلي دي چې وییل یې: «اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَشَقَّ عَلَيْهِمْ فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَرَفَقَ بِهِمْ فَارْفُقْ بِهِ». «یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه».
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands ئۇيغۇرچە සිංහල ไทย دری Fulfulde Magyar Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių or Română Kinyarwanda Српски O‘zbek Moore नेपाली тоҷикӣ Oromoo Wolof Soomaali Malagasy Български Українська Azərbaycan ქართული bm Македонскиالشرح
رسول الله صلى الله عليه وسلم د هر هغه چا لپاره (بد دعایي) خېرا کړېده چې د مسلمانو له چارو څخه یې د یوې مسؤوليت پر غاړه واخلي، هغه که کوچنی وي یا لوی، او برابره خبره ده که دا عامه ولایت وي یا خاصه، او پر هغوی یې سختي راوسته او نرمي یې ورسره ونکړه، نو الله تعالی به ورته سزا د عمل له جنس څخه ورکړي او سختي به ورسره وکړي. او دا چې څوک پرې مهربانه شي، او چارې یې ورته اسانه کړي، نو الله به پرې مهربانه شي او چارې به یې ورته اسانه کړي.فوائد الحديث
څوک چې د مسلمانانو د یوې چارې مشري پر غاړه واخلي، نو له هغوی سره دې هر څومره کیږي نرمي وکړي.
سزا د عمل له جنس څخه وي.
د نرمۍ او سختۍ معتبره اندازه هغه ده چې له کتاب (قرآن) او سنت سره په ټکر کې نه وي.