إعدادات العرض
د اخلاقو فقه
د اخلاقو فقه
1- په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي
2- بېشکه الله تعالی په هر شي کې احسان (نیکي) فرض کړې ده
4- نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه ده چې په زړه کې دې شک او تردد وي او نه غواړې چې خلک پرې خبر شي
5- آیا زه تاسو ته د تر ټولو لویو ګناهونو څخه خبر درنکړم
6- کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري
7- له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ
8- الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي
11- په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده
12- مه غوسه کېږه
14- څوک چې له مهربانۍ کولو بې برخې شو؛ نو ګوا کې له (هر ډول) خیر څخه محروم شو
15- له ګمان څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده
16- له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې
17- پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي
18- چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی
19- چغلګر - انسان - جنت ته نه داخلیږي
20- څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي
21- څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، الله تعالی به پر هغه رحم ونه کړي
22- د الله تعالی په وړاندې تر ټولو مبغوض انسان هغه دی چې تل سخت جګړه مار وي
25- رښتيا وایئ؛ ځکه رښتیا ويل نېکیو ته لارښونه کوي او یقینا چې نېکي جنت ته لارښونه کوي،
26- څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي
27- الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي
30- بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي
31- یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري
32- بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي
33- (پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ
35- رسول الله صلی الله علیه وسلم له قزع څخه منع فرمایلې ده
36- مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، هغه وویل: موږ له تکلف څخه منع شوي یو
42- په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي
43- مسلمان ته کنځل کول فسق دی، او له هغه سره جنګ کول کفر دی
46- آیا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟
49- سړی به د سړي شرمګاه ته نه ګوري، او ښځه به د ښځې شرمګاه ته نه ګوري
52- د انسان د اسلام ښکلا پدې کې ده چې هغه څه پرېږدي چې د ده پورې اړه نه لري
63- داسې یوه خبره دې وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند او بوی به یې تغییر کړي
65- لعنت کوونکي کسان به د قيامت په ورځ نه شاهدان وي او نه شفاعت کوونکي
68- زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم
