د عبادتونو فقه

د عبادتونو فقه

18- کله به یې چې سلام وګرځاوه نو د هر لمانځه په پای کې به یې ویل: «لا إله إلا الله وحده لا شريكَ له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيءٍ قديرٌ، لا حولَ ولا قوةَ إلا بالله، لا إله إلا الله، ولا نعبد إلا إيَّاه، له النِّعمة وله الفضل، وله الثَّناء الحَسَن، لا إله إلا الله مخلصين له الدِّين ولو كَرِه الكافرون " یعنې: له الله پرته بل معبود نشته، هغه یوازینی ذات دی چې شریک نه لري، د هغه لپاره سلطنت او د هغه لپاره ستاینه ده، او هغه په ​​هر څه قادر دی. اوړیدل نشته - له یو حالت څخه بل ته - او نه - چا لره - ځواک شته مګر د الله - په مرسته -. له الله پرته په حقه بل معبود نشته. او مونږ عبادت نه کوو مګر یوازې د هغه، هغه د لورینو او مهربانۍ خاوند دی او د هغه لپاره غوره ستاینه ده، له الله پرته په حقه بل هیڅ معبود نشته، مونږ هغه لره دین خالصوونکي یو ، که څه هم کافران یې بد ګڼي.